د لاسرسي ځای

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي د شنبې په شپه د یاد ولایت د مرکز ښرنې د کوټوالو په سیمه کې دوه تنه ماین خښوونکي هغه مهال ووژل شول، چې خپل ماین پرې وچاوده.

د پکتیکا د والي له دفتره ننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو غوښتل د مرکز ښرنې او خیر کوټ ولسوالۍ د سړک په اوږدو کې ماین ځای پر ځای کړي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې کشفي او جنايي ادارو د وژل شویو کسانو د پيژندنې لپاره څیړنې پیل کړي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د وژل شوو کسانو مړي مرکز ښرنې ته لیږدول شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پيښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG