د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيه: د باچا په حرم کې!


د ترکي اسماني رنګه (Blue Mosque) جومات
د ترکي اسماني رنګه (Blue Mosque) جومات

د دوه زره دیارلسم کال د اګست میاشت وه ــــــــ د استنبول د سلطان احمد جمات خواته زما د هوټل د کمرې د کړکۍ نه ما وکتل چې ددغه عظیم الشان جمات د ګنبتونو او منارو تر مینځ د ماځیګر د لمر پلوشو پټ پټونی کاوه.

هرې پلوشې چې لکه د ځان سره بې شمیره کیسې راوړې وي. یادونه يې راوړي وو... د باچایانو کیسې، د حرم د وینځو کیسې... د وژل شوو شهزاد ګانو کیسې... د باسفورس په چپو کې د ورکو شوو، ډوبو شوو وینځو کیسې... په محل دننه د سازشونو کیسې... د مینې او موسیقۍ د محفلونو کیسې... د جنګونو کیسې!

هلته د شفق لمنې سرې شوې. لمر په خپل مدار کې یو بل چکر پوره کړ. او د جمات په مینارو ناستو مرغیو هم لکه چې یو بل ته د ټولو تیرو زمانو کیسې کولې.

دا جمات چې خلک ورته اسماني رنګه جومات (Blue Mosque) هم وايي په اولسمې پيړۍ کې د سلطان احمد اول په دور کې د شاهي ارکیټیکټ صدف کار محمد اغا په نګرانۍ کېجوړ شوی وو. دا تعمیر یوازې د عبادت ځای نه دی بلکې د بیزنتیم Byzantium بادشاهانو له وختو تر اوسه د ټولو تللو باچایانو د شان شوکت، زور او دبدبې، فکر او فلسفې یو مجسم شکل دی.

د جمات سره په لږه فاصله کې د عثماني سلطنت د باچایانو په محل ټوپکپي سرای کې د ټولې نړۍ نه راغلي سیلانیان د عثمانیانو د ړنګ شوي سلطنت پاتې شوي اثارو ته ګوته په خوله وو. د دغه محل په یوه برخه کې د سلطان د ښځو او وینځو لپاره حرم جوړ دی. په دې حرم کې د کورنۍ د ښځو په ګډون د بیلا بیلو هیوادونو سره په جنګونو کې نیول شوی ښځو د اوسیدو انتظام شوی وو.

هسې خو دا د خوند مستۍ او نسواني ښایست د رنګونو نه ډک ځای ګڼل کيده خو په دې حرم دننه اوسیدونکو ښځو د بندیانو په شان ژوند تیرولو. دا د سرو زرو پنجره وه

د حرم د انتظام ټول واک اختیار به د سلطان د مور په لاس کې وو. هسې خو دا د خوند مستۍ او نسواني ښایست د رنګونو نه ډک ځای ګڼل کېده خو په دې حرم دننه اوسیدونکو ښځو د بندیانو په شان ژوند تیرولو. دا د سرو زرو پنجره وه چې د والده سلطان د اجازې نه بغیر ترې وتل ممکن نه وو. د حرم د څوکیدارې او انتظام ذمه وارۍ هغه تور پوستو غلامانو ته حواله وي چې خسیان کړل شوي وو.

دا حرم د دولس سوه نهه نوي صدۍ عیسوۍ نه تر نورلس سوه درې ویشتم کاله پورې د یو سیاسي او ټولنیزې ادارې په توګه استعمالېده. په دې وینځو کې څه داسې ويچې د سلطان د پام او مینې وړ ګرځیدلی وي او بیا يې وروسته د سلطنت په سیاسي هلوځلو هم خپل اغیز یا اثر پریښی وو.

زه د باسفورس سيند په غاړه د سلطان د محل یو ګوډ ته ورسیدم. د سمندر چپو ته مې کتل او خپل تصور د عثماني بادشاهانو دور ته ورسولم.

د باچا د لويې قلعه د ديوال نه یوه تيره کړيکه راپورته شوه. يو درز شو او ښکته سمندر ته څه پریوتل. لږه شېبه کې د باسفورس چپو هر څه د ځان سره یوړل. نه نوم پاتی شو او نه نشان ــــــــ د سپوږمۍ پلوشې تورو وریځو وخوړې ...

په دغه شپه لکه چې يو بله وينځه د جلاد د تورې لاندې شوې وه... لکه چې يو بل فقير د زر او زور په وړاندې د انالحق اواز پورته کړې وو... او د خپل بغاوت له کبله د سمندر چپو ته سپارل شوی وو ــــــــ لکه چې یو بل ارمان خاورې ایرې شوی وو.

د باسفورس سینه هم د سمندر سینه وه... د پیړیو پیړیو د رازونو نه ډکه وه ــــــ هلته د اسمان لمن سرې شوي ــــــــــ دلته د استنبول د لوی جمات د منارو نه د آذان غږونه پورته شول... او شيخ الاسلام په خپله مراقبه کې ‌ډوب ناست خپلو تسبو له نور هم زور ورکړ!

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG