داسې برېښي چې په ترکي کې د پوځي کودتا هڅه پر ناکامېدو ده او ولسمشر رجب طیب ارغان استنبول ته رسېدلی دی.
پر استنبول هوايي ډګر له خپلو ملاتړو سره د خبرو پر وخت ولسمشر رجب طیب اردوغان هوډ څرګنډ کړ چې د کودتا ملاتړکونکو ته به سخته سزا ورکوي او پوځ به له بې وفا پوځي کړيو پاکوي.
د جمعې په شپه پوځ د سرکاري ټلويزيون له لارې د مارشلا او ګرځبندیز اعلان وشو چې وروسته د سي اين اين ټلويزيون پر ترکي بڼه د رجب طیب اردوغان ويډيويي پېغام خپور شو چې پکې نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې پر سړکونو ، څلور لارو او هوايي ډګرونو راټول شي.
د پيغام له خپرېدو سره سم په مختلفو ښارونو کې خلک لارو ته را ووتل.
چارواکي وايي، د کودتا پر مهال شوي اخ وډب کې لږ تر لږه۶۰ کسان وژل شوي او ۷۵۴ کسان نيول شوي دي.
د ترکي ټلويزيون يوه وېډيو خپره کړې چې پکې هغه عسکر چې د تقسيم څلور لاره او باسفورس پل يې قبضه کړي وو د پوليسو په ولکه کې دي او خلک ورباندې چغي وهي.
تر دې وړاندې سرکاري خبري اژانس انادولو راپور ورکړی و چې د کودتا پر وخت یوې څرخي الوتکې له انقرې سره نږدې د پوليسو پر مرکز بريد وکړ چې پکې ١٧ پوليس و وژل شول، د پارلمان پر ودانی هم بمي حمله شوې او يوه څرخي الوتکه نسکوره شوې ده.
د ترکي لومړي وزير ويلي، چې د کودتا پلان جوړونکی جنرال وژل شوی. نوموړي .جنرال عمي دندور د پوځ موقتي مشر ټاکلی دی
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په ترکيه کې له ټولو ښکېلو لوريو غوښتنه کړې چې د اردوغان د ټاکل شوي حکومت تر شاته ودريږي او له وينې تويېدنې ډډه وکړي.
د اروپايي ټولنې مشرانو، د جرمني د چانسلرېانګېلا ميرکل دفتر او د ناټو سرمنشي ينس سټولتن برګ په ترکيه کې له ټولو لوريو غوښتنه کړې چې د ترکيې ډيموکراتيکو ادارواو اساسي قانون ته درناوى وکړي.