د لاسرسي ځای

"د خیبر پښتونخوا په تعیلمي بحټ کې لرې ضلعو ته پام نه کېږي"


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خيبر پښتونخوا د تعليم محکمې ايډيشنل سيکرټري قيصر عالم مشال راډيو ته وويل ، په ضلعو کې چې څومره سکولونه وي نو څرګنده خبره ده چې هغو ته به په هم هغه حساب پېسې ورکړل کېږي.

اسلام اباد: د خېبرپښتونخوا د تعلیم محکمه وايي چې د صوبې لپاره تعلیمي بجټ ټولو ضلعو ته اړتیا پر اساس ورکول کېږي خو یو نړیواله اداره په خپل کالني رپورټ کې وايي چې د خېبرپښتونخوا لرې پرتې ضلعې په تعلیمي بجټ کې له پامه غورځول کېږي.

د تعلیم لپاره کارکونکې یوې نړیوالې ادارې –انسټيټوټ آف سوشل اينډ پاليسي سائنسز – په خپل یو کالني رپوټ کې وېلي چې په کال ۲۰۱۴ ـ ۱۵ تعلیمي بجټ کې ۷۱.۶۶ اربه روپۍ د ضلعو د خرڅونو لپاره اېښودل شوې وې.

رپوټ لیکي چې په پيښور ، مردان ، مانسهره ، سوات ، ايبټ آباد کوز دير او ډيره اسماعيل خان ضلعو کې څلور اربه روپۍ لګول شوې وې کومې چې د ټولې بودیجې ۳۲ فیده جوړوي.

د خيبر پښتونخوا د تعليم محکمې ايډيشنل سيکرټري قيصر عالم مشال راډيو ته وويل ، په ضلعو کې چې څومره سکولونه وي نو څرګنده خبره ده چې هغو ته به په هم هغه حساب پېسې ورکړل کېږي.

د رپورټ خپرونکېادارې چارواکې وايي چې حکومت له په دې شاته پاتې ضلعو کې د زياتې پاملرنې اړتیا ده.

اداره وايي ، که چېرې دې سیمو ته په بحټ کې د پام وړ پیسې ورکړل شي نو ورسره به هلته په تعلیمي ډګر کې لوی شمېر ستونزې هوارې شي.

XS
SM
MD
LG