د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلیم مروت: په سوات کې مو د ترهګرۍ ممکنه برید شنډ کړ


د سوات د پولیسو مشر سلیم مروت
د سوات د پولیسو مشر سلیم مروت

د دوی په وینا ، دا دسیسه د سوات په سېلاني سیمه بحرین کې هغه مهال شنډه شوې ده چې په لویه کچه بارودي مواد او نور توکي نیول شوي دي.

سوات: د خیبر پښتونخوا د سوات پوليس وايي ، دوی هلته د ترهګرۍ یو ممکنه لویه دسیسه شنډه کړې ده.

د دوی په وینا ، دا دسیسه د سوات په سېلاني سیمه بحرین کې هغه مهال شنډه شوې ده چې په لویه کچه بارودي مواد او نور توکي نیول شوي دي.

د سوات ضلعې د پوليس مشر سليم مروت نن خبريالانوته ويلي چې پولیسو د ورکړل شوو پټو مالوماتو پر اساس پهد بحرين په مانکيال غرونو کې له يو غاره پينځه کلو بارود ، پريشر کوکر، د بم جوړولو سامان ، بيټريانې ، چارجرې او نور شيان نیولي دي.

د سلیم مروت په وینا ، وسله والو دسیسه جوړه کړې وه چې د دې دوکو په وسیله په بحرین کې ترهګر برید وکړي.

د بحرین مانکیال هغه سیمه ده چې څو ورځې وړاندې پکې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې بمې چاودنې پينځه پوليس او يو ماشوم ټپي کړي وو.

امنیتي چارواکو تر هغه پېښه وروسته د لټون په عملیاتو کې تر پنځوس د زیاتو کسانو نیولو خبر ورکړی وو.

که څه هم د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹م کال کې په سوات کې د طالبانو واک له منځه وړی او د هغوی د ملا ماتولو ادعاوې یې کړې وې خو بیا هم په سوات کې د ترهګرۍ پېښې دوام لري.

د رپوټونو له مخې ، په سوات کې د امن کمېټیو غړو ، سیاسي او قبایلي مشرانو په ګډون تر اوسه شاوخوا ۱۶۰ مشران په هدفي توګه وژل شوي دي.

د سوات سیاسي او قبایلي مشران تور پورې کوي چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکي یا خو د هدفي وژونکو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي او یا یې هم په پټه ملګري دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې دوی په ټول ملک کې خلکو ته د تحفظ ورکولو لپاره خپله پوره هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG