د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل د دولس وسله والو د مرګ سزا منظوره کړې


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف دولس وسله والو ته د پوځي عدالت لخوا ورکړل شوې د مرګ پر سزاګانو لاس لیک کړی دی.

د پاکستان پوځ نن ویلي دي چې په دې کې د ډیرو مجرمانو تعلق له ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره دی.

چارواکي وايي چې دا مجرمان پر امنیتي سرتیرو او سکولونو په بریدونو کې ککړ وو.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې په بیان کې ویلي دي چې په دې وسله والو کې درې وسله وال د ناقانونه ګرزول شوي ډلې لشکر جنګوي سره اړیکې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG