د لاسرسي ځای

جان کېري د شام پر حالاتو د ږغېدو لپاره ماسکو ته تللی دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېږي له روسي ولسمشر ولادمیر پوټین سره په لیدو کتو کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېږي له روسي ولسمشر ولادمیر پوټین سره په لیدو کتو کې

جان کیري بېګا ناوخته مسکو ته ورسېد او سمدستي یې له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره ولیدل.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري له روسیې سره په شام کې د پوځي عملیاتو په اړه نوي توافق ته د رسېدو په موخه مسکو ته تللی.

کیري بېګا ناوخته مسکو ته ورسېد او سمدستي یې له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره ولیدل.

ټاکل شوې چې نوموړی نن له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره وګوري. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کېربې بېګا په مسکو کې خبریالانو ته وویل، کیري له پوتین سره تر درو ګېنټو په خبرو کې د شامي رژیم له لوري د اختلافاتو ختمولو یا اوربند پر بیا بیا سرغړونو د اندېښنې څرګندونه وکړه.

ده وویل، دواړو مشرانو پر دې هم خبرې وکړې چې پر ترهګرو ډلو لکه اسلامي دولت او په شام کې له القاعدې سره پر تړلې نصره جبهې د فشار زیاتولو اړتیا ده.

کېربي وویل، کیري پر پوتین ټینګار وکړ چې د مشخصو او فوري اقداماتو په غیر موجودګۍ کې ډېپلوماټیکې هڅې تر نامعین وخته جاري نشي پاتې کېدای.

تر دې غونډې لږ مخکې پوتین وویل، له امریکايي ولسمشر باراک اوباما سره په وروستیو خبرو کې دی قانع شو چې دواړه طرفونه د شام شخړې هواري لپاره په خپلو هڅو کې مخلص دي.

XS
SM
MD
LG