د لاسرسي ځای

بشارالاسد: روس د دندې پرېښودو لپاره هیڅکله نه یم مجبور کړی


شامی ولسمشر بشار الاسد وايي، روسیې ورباندې هېڅکله د دندې پرېښودو لپاره فشار نه دی راوستی.

نوموړي دا خبره بېګا په دمشق کې له اېن بي سي ټیلېوېژن سره په مرکه کې پر داسې وخت کړې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مسکو ته تللی چې د شام کورنۍ جګړې پای ته د رسولو په ترځ کې د روسیې لا نوره همکاري تر لاسه کړي.

بشار الاسد په مرکه کې ټینګار کړی چې د ده روسي سیال ولادمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف دواړه ورسره هېڅکله د ده د دندې پرېښودو یا سیاسي انتقال په اړه نه دي غږېدلي.

ده وویل، ((یوازې شامي خلک دا پرېکړه کوي چې څوک به ولسمشر وي، کله به راځي او کله به ځي.

هغوی په دې اړه یو لفظ هم نه دی ویلی.)) امریکا او په غرب او خلیج کې د هغه هېواد ملګري غواړي بشار الاسد د اوربند او سیاسي انتقال د بهیر پر مهال یا تر هغې وروسته دنده پرېږدي.

XS
SM
MD
LG