د لاسرسي ځای

ملګري ملتونه وايي ، په افغانستان کې یونیم لک خلک بې کوره شوي


ملګري ملتونه وايي، سږکال په افغانستان کې شاوخوا یو نیم لاک خلک بې کوره شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (یو اېن اوچا) پرون په یوه بیان کې وویل، د ناامنیو له کبله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بې کوره شویو کې زیاتره بزګران دي.

بیان وايي، دا خلک د فصلونو کرلو په څېر په مهم وخت کې خپلو کورونو او کلیو پرېښودو ته اړ شول.

هلته د افغانستان کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، ارزونې یې پیل کړې دي او مستحقو کسانو ته مرستې رسوي.

XS
SM
MD
LG