د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظفرسید: وفاق د این ایف سي په اړه ژمنې نه دې پوره کړې


د خیبر پښتونخوا خزانې وزیر مظفر سید پر وفاق تور پورې کړی چې د ملي مالیاتي اېوارډ (یا اېن اېف سي) په برخه کې یې ژمنې نه دي پوره کړي او صوبې ته یې پیسې نه دي ورکړي.

نوموړي تېر مازیګر له مشال راډیو سره په خبرو کې ګواښ وکړ چې تر ټولګوندیزې غونډې وروسته به د وفاقي حکومت پر ضد احتجاج پیلوي:

((دی وايي، اول خو موږ [ټولګوندیزه غونډه] کوو، په هغې کې به هم حکمت عملي جوړوو، بیا به په [صوبايي کابینې] کې هم [کړنلار] جوړوو. تر هغې پس به موږ [د وفاقي حکومت غبرګون یا رد عمل] ته ګورو او بیا احتجاج تر اسلام اباده پورې هم غځېدای شي او دلته [په پېښور کې] هم کېدای شي.))

مظفر سید تور پورې کړ چې وفاق له وړو صوبو سره توپیر پالي. وفاقي حکومت د نوموړي تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG