د لاسرسي ځای

افغان حکومت د خلیفه عمر منصور وژنه تاید کړه


د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستانیو طالبانو یوه مشر خلیفه عمر منصور وژنې پخلی کړی دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بېګا مشال راډیو ته وویل، د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له افغان حکومت سره له مشورې پرته هېڅ برید نه کوي او دا چې پر خلیفه عمر منصور هم برید د دواړو په هم اهنګۍ شوی وو: کټ

تر دې مخکې امریکا او پاکستان د خلیفه منصور چې د عمر نري په نوم هم پېژندل کېده، د وژنې خبر ورکړی وو.

د نوموړي په اړه فکر کېږي چې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول یې د حملې پلان جوړ کړی وو. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په شوي هغه برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې پکې زیاتره زده کوونکي ول.

XS
SM
MD
LG