د لاسرسي ځای

افغان چارواکي وايي ، خاوره د بل پر ضد استعمال ته نه پرېږدي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېڅ ترهګرې ډلې یا وګړي ته اجازه نه ورکوي چې د هغه هېواد خاوره د ګاونډیو امنیت ته د ګواښ پېښولو لپاره وکاروي.

د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بېګا په افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو یوه مشر خلیفه عمر منصور د وژنې تصدیق پر وخت مشال راډیو ته وویل، دوی د وسله والو له ځالو معلومولو سره سم ورباندې حمله کوي.

د چارشنبې پر شپه د امریکا دفاع وزارت او پاکستان په ډرون برید کې د خلیفه عمر منصور وژنې تصدیق وکړ.

نوموړی د عمر نري په نوم هم پېژندل کېده او په ۲۰۱۴ز کال کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول د برید پلان جوړوونکی بلل کېده.

XS
SM
MD
LG