د لاسرسي ځای

د « بلو » کلي لرغونې ودانۍ


د سوات بري کوټ تحصیل په بلو کلي کې د بودايي مذهب یو څلي اوس هم د سیمې او نړۍ په کچ د نندارچیانو پام ځان ته اړولی دی. دغه ګونبد وزمه ودانۍ لا هم په ښه حال کې ده خو د سیمې اوسیدونکي وايي که ورته تلونکې لارې ورغول شي او امنیتي وضع ښه شي، نن هم د نړۍ سیلانیان او په ځانګړي ډول د بودايي مذهب منونکې ورته ډېر په شوق راتلی شي. په دې وروستیو کې د ايټالیا حکومت د یادې ودانۍ د خوندي کولو لپاره اقدامات کړي او یو ساتونکی يې هم ورته په کار ګومارلی دی، خو د پاکستان حکومت یې د ساتنې او خوندیتوب لپاره څه نه دي کړي. د مشال همکار نیاز احمد خان پرې ویډیويي راپور لري.

XS
SM
MD
LG