د لاسرسي ځای

مسکو: یو مهم امریکايي چارواکی روسیې ته له داخلېدو منع کړل شو


د د امريکا د نړيوالو رسنیو د څار ادارې مشر جېف شل

د د امريکا د نړيوالو رسنیو د څار ادارې مشر جېف شل

د امريکا د نړيوالو رسنیو د څار ادارې Broadcasting Board of Governors مشر د سفري اسنادونو او وېزې درلودلو باوجود د مسکو په هوايي ډګر، تر څو ساعتونو پورې په حراست کې ساتل شوی او ورته روسيې ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د .B.B.G د راپور له مخې جېف شل تېره شپه ناوخته له پراګ څخه مسکو ته ورسيد خو هلته په هوايي ډګر کې امنيتي چارواکو ايسار کړو.

جېف شېل د څو ګنټو لپاره په بندو کوټو کې تر ساتل کېدو وروسته نن سحر پنځه بجې امنيتي سرتيرو له مسکو څخه ایمسټرډم ته په تلونکې الوتکه کې سپور کړ.

د جېف شل په وینا د مسکو هوايي ډګر امنیتي چارواکو ورته ویلي دا چې روسيې ته د هغه داخلېدل د ټول عمر لپاره ممنوع ګرځول شوي نو ځکه ورته د مخکې تګ اجازه نشي ورکولی.

په دې وروستیو کې واشنګټن او مسکو د یو بل ځینې سفارتکار له خپلې خاورې ویستلي او روسیې ته د جېف شل د سفر اجازه نه ورکول هم د همدې لړۍ یوه کړۍ ښکاري.

همدا راز په دې وروستیو کې په مسکو کې د امریکايي سفارتکارو د ځورولو راپورونه هم زیات شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن له مسکو څخه لیدنه کوي.

تمه څرګنديږي چې نوموړی به له خپل روسي سیال سره د شام په شخړه ، يوکراين پر حالاتو او نورو مسئلو خبرې وکړي.

د امريکا د نړيوالو رسنیو د څار ادارې چارواکي د يادې پيښې په اړه په مسکو کې د امريکا له سفير سره هم ليده کاته کړي دي.د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند مارک ټونر په دې اړه ډېر لږ معلومات په ډاګه کړي او دومره يې ويلي دي چې پر دغه مسئله امريکايي چارواکو له خپلو روسي هم منصبو سره خبرې کړې دي.

مارک ټونر پر دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې ايا جان کيری به نن او سبا د روس د دورې پرمهال له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره پر دې اړه خبرې وکړي او که څنګه؟

په عين حال کې د روس د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرې پخلی کړی چې د .B.B.G مشر جېف شل دوی په حراست کې اخستی و او ځکه یې ورته روسیې ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې چې نوم یې په هغه لیسټ کې شامل دی چې روسيې ته د د اخلېدو اجازه نه لري. روسیه وايي دا لیسټ د امریکا د هغه اقدام په غبرګون کې جوړ کړای شوی چې یو شمېر روسي اتباعو ته وېزې نه ورکوي.

د امريکا د نړيوالو رسنیو د څار اداره د ازادې اروپا راډیو په ګډون د امریکا د یو شمېر نړیوالو رسنیو څارنه کوي چې یوه څانګه يې په مسکو کې هم ده.

XS
SM
MD
LG