د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمو اصلاحات به ژر عملي کېدل پیل شي


د قبایلي سیمو وفاقي اصلاحاتي کمېټۍ غړي

د قبایلي سیمو وفاقي اصلاحاتي کمېټۍ غړي

پراګ - د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو استازي وايي، د اصلاحاتو په اړه ټول کار سر ته رسېدلی دی او تمه ده چې ژر به عملي شي.

د پارلېمان غړو د چارشنبې یا نهې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د وزیراعظم نواز شریف هېواد ته تر ستنېدو وروسته یې یو ځل بیا له حکومت سره خبرې پیل کړې دي.

په وروستیو کې د پاکستان وفاقي حکومت اصلاحاتي کمېټۍ د ټولو قبایلي سیمو سفرونه وکړل او هلته یې له مشرانو او ولس سره مشورې وکړې.

په پارلېمان کې د کورمې استازی ساجد حسین توری وايي، ډېر ژر به د قبایلي سیمو اصلاحاتو په لړ کې عملي کار پیل شي:

((وزیراعظم چونکې اوس وطن ته ستون شوی نو اصلاحاتي کمېټي به لومړی وزیراعظم ته [معلومات] ورکوي، بیا به د فاټا د پارلېمان له ټولو غړو سره تفصیل شریکوي او بیا به د [قبایلو] ټولو سیاسي مشرانو ته د [شوي پرمختګ] تفصیل وړاندې کوي. له دې وروسته به څه فیصله کېږي.))

توري زیاته کړه، زیات امکان دی چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړل شي، ځکه چې د قبایلي سیمو یوازې صوبه جوړول ممکن نه دي.

په قامي اسمبلۍ کې د خیبر استازی حاجي شاه جي ګل اپریدی وايي، د اصلاحاتو له عملي کېدو سره به د قبایلي سیمو ولس ته د هېواد نورو اوسېدونکو په څېر حقونه ورکړل شي:

((لومړۍ خبره دا ده چې د ولس نمایندګانو ته به اختیارات تر لاسه شي، دوی به په قانون سازۍ کې برخه لرلای شي. دویمه دا چې په فاټا کې به امدن (د پیسو ګټل) قانوني شي. مطلب دا چې دغه پیسې به د یو څو خلکو جېبونو ته نه ځي بلکې دا به د [قبایلي] ولس په ښېګڼه خرڅېږي. او درېیمه دا چې د اجتماعي ذمه وارۍ په نوم به د خلکو کورونه ورانول ودرېږي.))

شاه جي ګل اپریدي زیاته کړه، له اصلاحاتو عملي کېدو سره به د قبایلي سیمو ولس عدالت ته تللای شي او انصاف به غوښتای شي.

له باجوړ څخه د پاکستان پارلېمان پخوانی غړی اخونزاده چټان وايي، دوی د خیبر پښتونخوا حکومت ته هم درخواست کړی چې په صوبه کې تر شاملېدو وروسته دې تر ۱۵ کلونو پورې قبایلو ته ځانګړي رعایتونه ورکړي:

((موږ د پوره انساني حقونو غوښتنه کوو، موږ په اعلا عدالتونو کې د اپیل حق غواړو، د فاټا ۲۰ پارلېماني استازي دي، دوی ته دې د قانون سازۍ حق ورکړل شي. د پارلېمان د قوانینو په فاټا کې د نافذولو غوښتنه کوو. [قبایلي سیمو] ته له بهره په [اربونه] روپۍ راغلې، موږ د دې پیسو په فاټا کې د لګولو غوښتنه کوو. په فاټا کې دې بلدیاتي نظام جوړ کړل شي او دا فنډونه دې د هغو سیمو پر پرمختیا ولګول شي.))

د قبایلي سیمو سیاسي مشران وايي، باید دا ځل د قبایلي سیمو په اصلاحاتو کې د یوې ډلې یا یوې ریاستي یا دولتي ادارې ګټو ته و نه کتل شي او د خلکو خوښه، د هغوی مسلې او د سیمو پرمختیا ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

دا هغه څه دي چې د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا یې په تېرو څو میاشتو کې په بیا بیا د پوره کولو ژمنه کړې.

XS
SM
MD
LG