د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد او کابل په اړيکو کې واټن څنګه لنډېدای شي؟


د اسلام اباد او کابل په اړيکو کې واټن څنګه لنډېدای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:16 0:00

د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې ورځ تر بلې واټڼ زياتيږي. کابل پر اسلام اباد تور پورې کوي چې د سولې په اړه څلور اړخيزو ناستو کې يې کړې ژمنې نه دي پوره کړې خو پاکستان بيا وايي، په دې لړ کې بايد نور هېوادونه هم خپل رول و لوبوي او پکار دی پر خلوص يې شک ونشي. په عين حال کې په امريکا کې هم پر پاکستان نيوکې زياتې شوې دي. په اړيکو کې پراخېدونکۍ واټن د سيمي پر امنيت څه اغېز کولای شي؟ دا فاصله څنګه رالنډېدای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تررڼا لانډې بحث کې د پاکستان له پخواني ډپلومات اياز وزير، سياسي چارو پوهانو ډاکټر حسن عسکري او ډاکټر محمد تقي او په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي سره څېړل شوې دي. نور په دې بحث کې.

XS
SM
MD
LG