د لاسرسي ځای

د جنرال راحیل شریف په ملاتړ له لګېدلو لوحو سره مو تړاو نشته: پوځ


اسلام اباد - د پاکستان پوځ وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په ملاتړ له ځړول شویو لوحو یا بینرونو سره یې هېڅ تړاو نشته.

د پاکستان پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه پر ټولنیزې شبکې ټوېټر په یوه بیان کې ویلي، په بېلا بېلو ښارونو کې پر لوحو جنرال راحیل شریف ته د هېواد چارو سمبالولو له بلنې سره د پوځ د ادارې هېڅ کار نشته.

د ګل یا دوشنبې پر ورځ د پاکستان په ځېنو لویو ښارونو کې د موو ان پاکستان (پاکستانه پر مخ ځه) په نوم یوه داسې ګوند دا لوحې لګولې دي چې په هېواد کې زیات نه پېژندل کېږي.

پر دې لوحو په اردو ژبه لیکل شوي: ((د تګ خبرې زړې شوې، د خدای لپاره اوس راشه)). پر لوحو د جنرال راحیل شریف لوی عکس یا انځور هم چاپ شوی دی.

هلته د پاکستان پیپلز ګوند سېنېټر اعتزاز احسن پر نهې (سې شنبې) خبریالانو ته وویل، حکومت ته معلومه ده چې د پاناما اسنادو پلټنې به کېږي نو په داسې حالاتو کې حکومت په هېواد کې غیریقیني حالات پیدا کول غواړي.

ده وویل، پر بینرو د پوځ مشر انځور لګول د همدې هڅو کړۍ ښکاري.

د پیپلز ګوند یوه مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډي مشال راډیو ته وویل، که حکومت ګڼي چې له لوحو سره هېڅ تړاو نه لري نو پلټنې دې وکړي چې دا کار چا کړی.

هلته د واکمن مسلم لیګ (ن) او د قامي اسمبلۍ غړي عباد الله د اپوزیشن تورونه رد کړي او وايي، پیپلز ګوند دې د دې ډول بیانونو تر ورکولو مخکې فکر یا سوچ وکړي.

ده زیاته کړه، دا څنګه امکان لري چې یو حکومت دې د خپل ځان پر ضد دا ډول اقدامات وکړي.

دا په فبرورۍ کې د لګېدلې لوحې یو انځور دی چې ورباندې لیکل شوي: د خدای لپاره د تګ خبرې پرېږده

دا په فبرورۍ کې د لګېدلې لوحې یو انځور دی چې ورباندې لیکل شوي: د خدای لپاره د تګ خبرې پرېږده

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف په جنورۍ کې ویلي ول چې د ۲۰۱۶ز کال په نومبر کې د خپلې دندې له مودې پوره کېدو سره به د پوځ مشري خپل ځای ناستي ته سپاري. تر دې وروسته په فبرورۍ کې د Move on Pakistan په نوم دې ګوند په ځېنو ښارونو کې ورته لوحې (بینرې) لګولې وې چې پکې له جنرال شریفه غوښتنه شوې وه چې له ټاکلي وخت سره سم دې خپله دنده نه پرېږدي.

د سیاسي چارو پوه سلیم احمد وايي، دا دویم ځل دی چې دې ګوند داسې لوحې لګولې دي نو دا د حکومت ذمه واري ده چې د دې کارونو پلټنه وکړي.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG