د لاسرسي ځای

تازه خبر

برني سېنډرز د هېلري کلنټن ملاتړ اعلان کړ


د ډيموکريټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ لپاره د نومول کېدو په سيالۍ کې د هيلري کلنټن سيال - برني سېنډرز، د ولسمشرۍ لپاره د خپل ګوند د رسمي کانديدې په توګه د نوموړې ملاتړ اعلان کړی.

سينډرز پرون وویل چې هيلري کلنتن باید د امريکا راتلونکې ولسمشره شي. هغه دغه اعلان په نيو همشاير ايالت کې د هيلري کلنټن په يوې جلسې کې په داسې حال کې وکړ چې هغې سره اوږه په اوږه ولاړ وو. هغه همداراز زياته کړه چې خپل "سیاسي انقلاب" به جاري وساتي.

سينډرز زیاته کړه چې د ولسمشرۍ لپاره د ريپبليکن ګوند د ممکنه کاندید ډونلډ ټرمپ په وړاندې به د ټاکنو په کمپاين کې د هيلري کلنټن ملاتړ کوي. هغه زياته کړه چې هيلري کلنټن امريکې ته ورپېښو چیلنجونو سره د مبارزې لپاره ډيره ښه کانديده ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG