د لاسرسي ځای

قزاقستاني عدالت د داعش ملاتړ په تور ۱۲ کسانو ته سزا اورولې


د قزاقستان يو عدالت هغو ۱۲ کسانو ته سزا ورکړي چې له داعش وسله والې ډلې سره د يو ځای کېدو د کوشش لپاره ګرم پيژندل شوي وو.

پر نهې یا سې شنبې په شمال غربي ښار اقتوبي کې يو قاضي وويل چې په دغو کسانو کې يو مهم تورن ژان بولات ساريمبايوف ته اته کال قيد سزا اورول شوي ده. نوموړي د يو ترهګر ګروپ د منظمولو او ځينو نورو ترهګرۍ او سخت دريځۍ سره تړلو کارونو لپاره په رسمي ډول تورن شوی وو. پاتي نورو کې ډېرو ته يې شپږ کاله قيد سزا اورول شوي.

د عدالت په وينا دغو ټولو بي روزګاره سړو د داعش په ملاتړ جنګېدو لپاره شام ته د تګ په خاطر جعلي ازبک او کيرغيزي پاسپورتونو اخيستلو هڅې کړې وي.

قزاق چارواکي وايي چې خوا او شا دري سوه قزاقي سړي په عراق او شام کې داعش سره ملګري شوي دي.

XS
SM
MD
LG