د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي ځواکونه په موصل کې د پرمختګ په حال کې دي


د عراق حکومتي ځواکونه وايي، د داعش وسله والې ډلې تر کنټرول لاندې موصل ښار نيولو لپاره د پرمختک په حال کې دي. امنيتي ځواکونو يو کلی ونيو چې دوی یې د دجلې سيند په اوږدو کې هغو امنيتي ځواکونو سره وصل کړي چې له بلې خوا پرمختګ کوي.

دا تر هغې يوه ورځ وروسته ده چې د امریکې دفاع وزیر اېش کارټر بغداد ته په خپل سفر کې اعلان وکړ چې 560 اضافي امريکايي پوځيان د قیاره په هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي. دوی به له داعش څخه د موصل ښار د بېرته نيولو لپاره هلته د هغو عملياتو لپاره د جګړې مرکز جوړوي چې له ډېر وخت راهيسې يې انتظار کېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG