د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته له ګاونډیو خطر نشته، ترهګري ورته ستونزې جوړوي


د امريکا د دفاع وزير ايش کارټر پر سې شنبه په کابل کې په يوه خبره غونډه کې وويل چې پاکستان ته له خپلو ګاونډيو کوم خطر نشته بلکې ترهګرۍ ورته ستونزې جوړې کړې دي. نوموړي له افغان امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ ژمنې تکرار کړې.

په دغه خبري غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، له پاکستان سره د افغانستان اړيکې خرابې شوي نه دي بلکې واضحه شوې دي. هغه وويل چې پاکستان اوس بايد يوه مهمه پرېکړه وکړي چې په ترهګرو کې ښه او بد لټوي او که د ټولو پر ضد يو شان عمليات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG