د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو پاکستان او هند ته د ارامه اوسېدو غږ کړی


په داسې حال کې چې پر سې شنبه ملګرو ملتونو د ارامه اوسېدو غږ کړی او پاکستان او هند پر يو بل تورونه پورې کړي، د هند تر ادارې لاندې کشمېر کې د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ په نښتو کې د وژل شویو کسان شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی.

که څه هم په کشمير کې بېلتونپالو مشرانو د نورو مظاهرو غوښتنه کړې، د ملګرو ملتونو مشر بان کيمون ټولو خواو ته د ارامه پاتې کېدو ويلي دي.

دا مظاهرې تر هغې وروسته پيل شوي چې هنديو ځواکونو د جولای پر اتمه د حزب المجاهدين وسله والې ډلې يو قوماندان برهان واني وواژه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG