د لاسرسي ځای

د اېم کیو اېم رابطه کمېټۍ غړی نیول شوی


په کراچۍ کې متحده قامي مومنټ (اېم کیو اېم) وايي، د سې شنبې پر ورځ رېنجرز ځواکونو د دوی د رابطه کمېټۍ غړی، اظهار احمد خان نيولی دی. دوی په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د اظهار احمد خان د نيول کېدو وجه ورته نه ده په ډاګه کړل شوي خو هغه يو ناملوم ځای ته د پلټنو لپاره وړل شوی. رېنجرز ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې متحده قامي مومنټ په رينجر ځواکونو تور پورې کوي چې د کراچۍ د عملياتو په بهانه د دوی د ګوند غړي نيسي خو امنيتي ځواکونه وايي د دوی نيونې د ثبوتونو پر بنياد دي.

XS
SM
MD
LG