د لاسرسي ځای

پاکستان دوست که دښمن؟ د امریکا کانګرس پوښتنه!


د سې شنبې پر شپه د امريکايي کانګرس د بهرنيوو چارو په کمېټه کې يوه استماعيه يا اوريدونکې غونډه کې پر دې بحث وشو چې پاکستان د امريکې دښمن او که دوست دی.

غونډه کې د دغې کمېټې د ایشيا د چارو د برخې مشر ميټ سلمن وويل تاريخ ښئ چې پاکستان د ترهګرو په وړاندې مبارزه کې رښتينی نه دی.

((که د پاکستان په اړه زموږ اوسنۍ هڅې هغه نتيجې نه ورکوي چې موږ يې غواړو نو نورې لارې کومې دي؟ موږ کولی شو پيسې په پوره ډول پرې بندې کړو او يا هم د ترهګرو ملاتړ کوونکی هيواد يې اعلان کړو. بنديزونه په ۱۹۹۰ کلونو کې هم لګول شوي وو خو ډيرې نتيجې يې نه درلودې.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيوو کې د امريکې د کانګرس يو پلاوی پاکستان ته ورغلی وو. پاکستان دوی ته خپل همېشنی دريځ تکرار کړ چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې يې مبارزه رښتوني ده.

XS
SM
MD
LG