د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا کانګرس غړو غونډه: پاکستان دوست که دښمن؟


پراګ - پر سې شنبه د امريکايي کانګرس د بهرنيوو چارو په کمېټه کې يوه استماعيه يا اوريدونکې غونډه کې د پاکستان سره په اړيکو بحث وشو. غونډه د دې سرليک لاندې جوړه شوې وه چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د امريکې دښمن او که دوست دی.

غونډه کې د دغې کمېټې د ایشيا د چارو د برخې مشر ميټ سلمن وويل امريکې پاکستان ته د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په بيليونونو ډالر ورکړي دي خو اسلام اباد د ترهګرو په وړاندې مبارزه کې رښتينی نه دی او هغو وسله والو ته هيڅ نه وايي چې پاکستان کې له خپلو مرکزونو څخه افغانستان کې پر امريکايي پوځيانو بريدونه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((که د پاکستان په اړه زموږ اوسنۍ هڅې هغې نتيجې نه ورکوي چې موږ يې غواړو نو نورې لارې کومې دي؟ موږ کولی شو پيسې په پوره ډول پرې بندې کړو او يا هم د ترهګرو ملاتړ کوونکی هيواد يې اعلان کړو. بنديزونه په ۱۹۹۰ کلونو کې هم لګول شوي وو خو ډيرې نتيجې يې نه درلودې.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيوو کې د امريکې د کانګرس يو پلاوی پاکستان ته ورغلی وو. پاکستان دوی ته خپل همېشنی دريځ تکرار کړ چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې يې مبارزه رښتوني ده.

سلمن د پاکستان په رول باندې د نيوکې په وخت دا هم وویل چې پاکستان د اسامه بن لادن په مسله کې د امریکا ملگرتیا نه وه کړي او تر اوسه پورې یې ډاکټر شکیل افریدی چې د اسامه په موندلو کې يې د واشنګټن سره همکاري کړې وه، په بند کې ساتلې دی.

په واشنګټن کې د سياستوالو په منځ کې د پاکستان په اړه زغم مخ په ختميدو دی.

دغې غونډې ته یو بل ویناوال د کانگرس د بهرنیو چارو د کمیټې غړي بريډ شرمن وو. هغه ووي واشنګټن چې کوم خلک د پاکستان سره د مالي مرستو دوام غواړي هغوی بايد د تېرو پیسو د سم استعمال په اړه قانع کوونکي دلايل ولري.

دا غونډه له هغې څو ورځې وروسته شوې چې د جان مکين په مشرۍ د کانګرس د څو غړو يوه ډله پاکستانه ته ورغلې وه. د پاکستان پوځ هغوی شمالي وزيرستان ته هم بيولي وو او د خپلو عملياتو سيمې يې ورښکاره کړې وي.

امريکا کې د سياسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي وايي په واشنګټن کې د سياستوالو په منځ کې د پاکستان په اړه زغم مخ په ختمېدو دی.

پر پاکستان دا نوې نيوکې په داسې وخت کيږي چې لنډه موده وړاندې په يو ډرون بريد کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په يو امريکايي ډرون بريد کې په بلوچستان کې ووژل شو. هغه سره د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ هم وو. پاکستان دغه بريد د خپلې خودمختارۍ خلاف وباله.

ياده دي وي چې پاکستان دريځ لري چې پخپله د ترهګرۍ قرباني دی. حکومتي چارواکو بيا بيا ويلي چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې په پوره اخلاص سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG