د لاسرسي ځای

تازه خبر

" په پاکستان کې د مارشلا غوښتنه د ناهیلۍ نتیجه ده "


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف

د پاکستان یو شمېر شننونکي بیا په دې نظر دي چې د موو آن پاکستان په نامه جوړ شوي دې ګوند مخکښان غواړي چې خپل ځان مشهور او اسټبلشمنټ ته نژدې کړي.

اسلام اباد: په پاکستان کې د – موو آن پاکستان – په نامه یو سیاسي ګوند د دې ملک د پوځ له مشر جنرال راحیل شریفه غوښتنه کړې ده چې په ملک کې دې پوځي قانون – مارشلا – عملي کړي او بیا دې ټېکنوکرېټ حکومت جوړ کړي.

دې ګوند د اسلام اباد په ګډون د ملک په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د پوځي مشر جنرال راحيل شريف د عکسونو بېنرې ځوړند کړې دي.

پر دې بېنرو په اردو ژبه لیکل شوي چې “ د تلو خبرې زړې شوې د خداي لپاره اوس راشه”.

د موو آن پاکستان له خوا لګول شوی بېنر
د موو آن پاکستان له خوا لګول شوی بېنر

​د یاد ګوند مرکزي غړي علي هاشمي مشال راډيو ته وویل چې د پوځ مشر چې کله د روان کال په جنورۍ مېاشت کې په خپل وخت د ريټايرډ کېدو اعلان وکړ نو له هغه وخته د دوي ګوند دا دريځ لري چې نوموړي له دې ملکه د ترهګرۍ ختمولو لپاره څومره ګامونه پورته کړي دي ، تر دې وړاندې بل چا داسې نه دي کړي.

علي هاشميوویل ، د بلوچستان او د کراچۍ حالات د ټولو په وړاندې و ، په قبايلي سيمو کې د امنيت وضعه ښه نه وه په ملک کې به په هره دویمه ورځ چاودنې کيدې خو د جنرال راحيل له راتګه وروسته حالات تر ډېره حده ښه شوي دي.

د علي هاشمي په وينا ، د دې بېنرو لګولو ضرورت ورته ځکه راپېښ شو چې د هند د استخباراتي ادارې را اېجنټان د يو سياسي ګوند په کارخانه کې ونيول شو ، کلبوشن یادو ونيول شو خو زموږ سياسي مشرانو هيڅ بېانونه ورنکړل، [ محمود خان ] اڅکزي صاحب د ملک د ماتولو خبره وکړه خو هیڅ یو سياسي مشر يې غندنه ونکړه. د دې تر څنګ حکمرانان په درغليو ککړ دي.

که څه هم علي هاشمي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په دې وروستیو کې مخې ته راغلي بیان ته اشاره وکړه خو هغه تې دې وړاندې د خپل بیان وضاحت کړی او ویلي یې وو چې د ده خبرې په بل انداز اخیستل شوې وې.

د جنرال راحيل شريف د ملازمت موده د روان کال په يولسمه مياشت کې سر ته رسيږي.

په لاهور کې د سېاسي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري د علي هاشمي او ملګرو هلو ځلو ته په اشاره وايي ، دا کمپاين چې وخت پروخت کيږي د دې بنېادي وجه دا ښکاري چې په پاکستان کې ېو شمېر تعليم ېافته خلک د حکومت له سیاسي او معاشي نظامه مطمین نه دي او دوي بدلون غواړي.

پروفېسر حسن عسکريوویل ، دی داسې فکر نه کوي چې ګواکې پوځ دې د علي هاشمي او د هغوی د ملګرو د دې کمپاین تر شلا ولاړي.

خو د پاکستان یو شمېر شننونکي بیا په دې نظر دي چې د موو آن پاکستان په نامه جوړ شوي دې ګوند مخکښان غواړي چې خپل ځان مشهور او اسټبلشمنټ ته نژدې کړي.

د دې شنونکو په وینا ، یاد ګوند او داسې نور ډلې په ولس کې هیڅ محبوبیت او ملاتړ نه لري.

د حسن عسکري په وېنا چې کله هم د پوځ او حکومت ترمېنځه حالات ډېر ښه نه وي نو ځېنې ډلې پر حکومت د فشار اچولو لپاره داسې ګامونه پورته کوي او په تيرو وختونو کې هم داسې شوي دي.

XS
SM
MD
LG