د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشټن کارټر: امریکا او متحدین د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي


د امریکا د دفاع وزیر ایشټن کارټر
د امریکا د دفاع وزیر ایشټن کارټر

ولسمشر اشرف غني له افغان ځواکونو سره د امریکا د دوامداره مرستو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په پوره شفافیت سره به دغه مرستې مصرف شي.

کابل: د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر وایي ، امریکا او نور متحدین یې د افغانستان دوامداره ملاتړ ته ژمن دي.

اشټن کارټر دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو کتو وروسته په یو ګډه خبري غونډه کې وکړې.

اشټن کارټر وایي، د درو مسلو په اړه د بحث لپاره کابل ته راغلی چې هغه د قاطع ملاتړ ماموریت د قومندان د صلاحیتونو لوړول، افغانستان سره مالي ژمنې او د ۲۰۱۷ تر پایه د امریکایي ځواکونو د شتون دوام دی.

بل لور ته ولسمشر اشرف غني له افغان ځواکونو سره د امریکا د دوامداره مرستو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په پوره شفافیت سره به دغه مرستې مصرف شي.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړه ، “ هر ډالر، هره افغانۍ به په شفافه توګه حساب ورکول کیږي، موږ مصمم یو چې هم خپله برخه ډېره کړو، هغه امکانات چې له دباندې راځي په مطلق شفافیت سره به استعمالیږي، لکه څنګه چې ما وارسا کې وویل، موږ غواړو په شرایطو باندې مرستې را وغواړو."

څو ورځې وړاندې افغان حکومت د وارسا په غونډه کې تر ۲۰۲۰ پورې د مرستو ډاډ ترلاسه کړ.

د امریکا د دفاع وزیر ایشټن کارټر له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره د سېشنبې په ورځ په یو ناڅاپه سفر کابلولاړی. .

د ایشټن کارټر دا سفر له هغه وروسته دی چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې د ۸۴۰۰ امریکايي سرتیرو پاتي کولو اعلان وکړ.

له دې وړاندې ولسمشر اوباما پلان درلود چې په افغانستان کې به پنځه نیم زره امریکايي سرتیري پاتي کوي.

د امریکا د دفاع وزیر ایشټن کارټر کارټر په داسې یو وخت کې کابل ته سفر کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې کړکېچنې شوې دي.

تر ایشټن کارټر وړاندې د امریکا په سېنټ کې د پوځي خدمتونو د کمېټۍ مشر جان مکېن هم د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد او کابل ته تللی وو.

جان مکېن په کابل کې ویلي وو چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف ته یې ویلي چې افغانستان ته د تلونکو وسله والو مخه ونیسي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي ، د پولېنډ په پلازمېنه وارسا کې یې د ناټو سرمشریزې پر مهال پر پاکستان ځکه نیوکې وکړې چې د ده په وینا ، د ترهګرو ملاتړ کوي.

د افغانستان ولسمشر وایي، پاکستان ته یې د نړیوالو په حضور کې خپل نیک نیت ثابت کړی، خو له دغه هېواده هم غواړي چې له افغانستان سره له تشو ژمنو تېر او عملي همکاري وکړي.

اشرف غني په وارسا کې د ناټو له غونډې څخه په راستنېدو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال که څه هم د پاکستان نوم وانخېست خو په اشاره یې وویل چې یوه واړه هېواد ټولې اسلامي نړۍ ته ګواښ پېښ کړی او نړۍ باید د دغه ښامار له منځه وړو ته کار وکړي.

پاکستان د افغانستان او نړیوالو دا تورونه ردوي چې ګواکې اسلام اباد یا د دوی جاسوسي اداره – آی ایس آی - د ترهګرو ډلو ملاتړ او مرسته کوي

XS
SM
MD
LG