د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی


د امریکا د دفاع وزیر ایشټن کارټر له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره په یوې ناڅاپه سفر کابل ته تللی دی.

ایشټن کارټر به له افغان ولسمشر اشرف غني ، اجراییه ریسس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوړ پوړي قومندان جنرال جان نیکولسن سره وویني.

د ایشټن کارټر دا سفر له هغه وروسته دی چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې د ۸۴۰۰ امریکايي سرتیرو پاتي کولو اعلان وکړ.

له دې وړاندې ولسمشر اوباما پلان درلود چې په افغانستان کې به پنځه نیم زره امریکايي سرتیري پاتي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG