د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې چاودنې لږ تر لږه نهه تنه وژلي دي


د عراق د پلازمېنې بغداد په یو بازار کې د سېشنبې په ورځ یو ځانمرګي برید لږ تر لږه نهه تنه وژلي او په لسګونه نور یې زخمیان کړي دي.

دا پیښه د بغداد د ال رشیدیه ضلعې په یو سبزي منډۍ کې شوې ده. په دې سیمه کې زیاتره شیعه ګان میشت دي.

تر اوسه کومي ډلې د پیښې زمه واري نده منلې خو اسلامي دولت وسله واله ډله شیعاګان غیر مسلمه ګڼي او په دې ورستیو میاشتو کې یې پر هغوی د داسې ګڼو بریدونو زمه واري منلي چې پکې په سلګونه عراقیان وژل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG