د لاسرسي ځای

د کیوبا په زندان کې به یوازې ۷۶ بندیان پاتې شي


د کیوبا په ګوانټانامو جزیره کې له امریکايي زندانه دوه قیدیان سربیا ته لېږدول کېږي چې په دې توګه په یاد زندان کې د قیدیانو شمېره اوس یواځې ۷۶ پاتې کېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو او دفاع وزارتونو د بندیانو لېږدونه تاید کړېده . د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي دغه دوه بندیان د تاجکستان د محمدي دولتوف او د یمن د احمد سعد الدیفي په نامه یاد کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دا لومړی ځل دی چې د ګوانټا نامو بندیان سربیا ته لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG