د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کشمیر پر سر هندي سفیر ته احتجاج وکړ


پاکستان پرون د هندوستان سفیر ( ګواتم ـ بامباولي ) ور وغوښت او د هند تر واک لاندې کشمیر کې د وروستیو خونړیو شخړو چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي، په اړه یې ترې وضاحت وغوښتلو.

د یو بیلتون پاله مشر د وژل کېدو نه پس په مسلمان اکثریته سیمه کې د ناندریو په ترڅ کې لږ تر لږه درې مظاهره کونکي او یو پولیس والا د جولايي په لسمه ووژل شول چې ورسره د تلفاتو شمېره هم لوړه شوه.

هندي چارواکو په دغه هیمالايي سیمه کې ګرځبندیز اعلان کړی چې موخه یې د مظاهره کونکیو مخه نیول دي.

هندي امنیتي چارواکو د جولايي په اتمه اعلان وکړ چې د یوې یاغي ډلې حزب المجاهدین کومندان برهان مظفر واڼي او د هغه دوه نور وسلوال ملګري يې وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي تر سلو پورې پولیس سرتیري تر اوسه ژوبل شوي او درې ترۍ تم دي. هندي حکومت د واڼي وژنه په کشمیر کې د وسلوالو پرضد یوه لویه بریا اعلان کړې. د هند تر واک لاندې کشمیر کې اوسیدونکي ډیری کسان مسلمانان دي او د یاغیانو سره خواخوږي لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG