د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي ، د داعش لسګونه وسله وال یې وژلي


د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په تېرو څو ورځو کې ددغه ولایت په بیلا بیلو سیمو کې د داعیش او طالب وسلوالو خلاف د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه وسلوال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي د دوشنبې په ورځ ناوخته په جلال اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې افغان ځواکونو، د وروستیو بریدونو په ترڅ کې تر شپیتو پورې وسله وال له منځه وړي دي.

د ننګرهار چارواکو د خبري غونډې پر مهال د داعیش او طالبانو سره تړاو لرونکي ۶ وسله وال هم د رسنیو استازو ته ښکاره کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG