د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان قبایلي مشر ملک عطا محمد خاورو ته وسپارل شو


ملک عطا محمد
ملک عطا محمد

بنو: د خیبر پښتونخوا په بنو کې د وژل شوي د شمالي وزیرستان قبایلي مشر ملک عطا محمد مړی په شمالي وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شو.

د بنو پولیس وايي د شمالي وزیرستان دا مخور قومي مشر ملک عطا محمد ناڅرګندو وسلوالو په بنو کې په ډزو وژلی دی.

نوموړی په قوم بوراخېل وزیر او نامتو جرګه مار مشر و چې د سیمې خلکو پرې حساب کولو.

د چارواکو په وینا ، که څه هم شمالي وزیرستان ته د ټولو خلکو تګ دم ګړۍ ته شونی نه دی خو د پولیټیکل انتظامیې په مرسته د وژل شوي ملک مړی د هغه د کورنۍ په بدرګه کم سروبي ته رسول شوی وو او هلته خاورو ته وسپارل شوی.

له وژل کېدو څو ورځې وړاندې ملک عطا محمد مشال راډیو ته په یوه مرکه کې وویل، “ په شمالي وزیرستان کې خلک صحي اسنتیاوې نه لري، خلک د ستونزو سره مخ دي. خلک اړکیږي چې خپل ناروغان په عاجل ډول بنو ته ورسوي، خو دا کار هم اسان نه دی، ځکه چې لارې ازادې نه دي او حکومت ځای پر ځای چیک پوسټونه جوړ کړي دي.»

د شمالي وزیرستان سیاسي اتحاد د ملک عطا محمد وژنه غندلې او وايي د نوموړي په مرګ یوه لویه تشه رامنځ ته شوې چې ښايي ډکول به یې اسانه نه وي.

د یاد اتحاد غړی محمد خلیل وايي ، ملک عطا محمد د شمالي وزیرستان یو داسې مشر وو چې له وژنې وروسته به یې رامنځ ته شوې تشه ډکه نشي.

محمد خلیل زیاتوي چې ملک عطا محمد د جرګو د سر سړی وو او تل به یې په جرګو کې سپېنه خبره کوله.

ځايي خبریال نور بحرام وايي ، ملک عطا محمد له لومړۍ ورځې د بې کوره کړل شوو خلکو د ستونزو هواري لپاره هلې ځلې کولې.

د نور بحرام په وینا ، نوموړي به ویل چې که یې سر ځي هم نو له ریښتیا ویلو به پر شا نشي.

د پولیسو او پولیټیکل انتظامې چارواکي وايي ، د ملک عطا محمد وژونکي د پېښې له ځایه په تېښته کې بریالي شوي دي خو دوی یې لټون پیل کړی دی.

د نوموړي ملک د وژلو زمه واري چا نده منلې.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم په سلګونه قومي مشران په ورته ډول د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG