د لاسرسي ځای

خېبر ایجنسي: اقلیتي مشران هم په جرګو کې برخه اخلي


د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې له تېرې څه مودې راهیسې د لږکیو مشرانو ته هم په جرګو مرکو کې د ( لونګۍ لرونکیو) ملکانو په حیث د برخه اخېستو اجازه ورکړېده. د عیسوي مذهبو مشر ولسن وزیر او د سیکانو ملک ګورمېت سنګ وايي به جرګو کې دوی ته کاملا درناوی کېږي، د دوی خبره اورېدل کېږي او دوی په دې خبره خوشاله دي. د مشال همکار فرهاد شینواري له دواړو اقلیتي مشرانو سره خبرې کړي چې په دې ویډیويي راپور کې یې اورېدلای شئ.

XS
SM
MD
LG