د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا وکیلانو کاربندیز اعلان کړ


د خېبر بښتونخوا وکيلانو اتحاديې د دوشنبې په ورځ په ټوله صوبه کې د خپلو وکيلانو د هدفي وژنو پر ضد له عدالتونو بايکاټ کړی دی.

د پيښور هايي کورټ بار مشر يوسف علي نن مشال ريډيو ته وويل چې دا بايکاټ يې د اختر په ورځ په ډېره اسماعيل خان کې د های کورټ د ايډوکيټ سيد شاهد عباس شيرازي د هدفي وژنې پر ضد کړی دی.

دوی له حکومته غوښتي چې د وکيلانو ژوند دي خوندي کړل شي. د وکیلانو د بایکاټ پر وړاندې تر اوسه د حکومت دریځ مخې ته نه دی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG