د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې هدفي وژنې زیاتې شوي


په خېبر پښتونخوا کې د هدفي وژنو د مخنيوي لپاره، چې د پوليسو په وينا يواځې تېرې روژې مياشتې کې يې خواو شا سل کسان وژلي، د اعلی امنيتي او ملکي چارواکو غونډه رابلل شوې ده.

د صوبايي حکومت وياند مشتاق غني نن ( دوشنبه ) مشال راډيو ته وويل چې د ایپیکس کمیټۍ دا غونډه به په نږدي راتلونکې کې وشي چې پکې به د ګورنر، وزيراعلی او کور کمانډر سربېره نور لوړ پوړي چارواکي هم برخه لري.

د خېبر پښتونخوا امنيتي چارواکو په دې وروستيوو کې وويل چې وسله والې ډلې اوس د بمي بريدونو پرځای د هدفي حملو کولو تګلاره خپله کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG