د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: د پشکال بارانونه اټکل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان د موسمیاتو اداره وايي چې د ملک په ېو شمېر سېمو کې د پشکال د بارانونو لړۍ پیل شوې ده او په خېبر پښتونخوا او قبايلي سېمو کې به د چارشنبې ورځې نه بارانونه ورېدل پيل شي.

په پېښور کې د موسمیاتو د ادارې یو چارواکي مشتاق شاه مشال رېډېو ته وويل چې له تېرې اونۍ راهیسې د ملک په ځنو برخو کې د پشکال بارانونه شورو شوي، چې په روانه اونۍ کې به هم جاري وي.

نوموړي د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ډويژن، نوښار، مردان او هزاره ډوېژن په شمول په قبایلي سيمو کې د راتلونکي شورو ورځې نه د زیاتو بارانونو امکان څرګند کړو او ویې ویل چې دا بارانونه به نږدې ېوه اونۍ پورې د دمې دمې سره جاري وي چې له وجې يې په مختلفو خوړونو او نهرونو کې د اوبو کچه اوچتېدای شي.

د مشتاق شاه په وینا د بارانونو له وجې د کابل درېاب پشمول د ملک په ځنو نورو دریابونو کې هم د اوبو کچه اوچتېدای شي.

د یادولو وړ ده چې د روان کال په مارچ او اپریل مېاشتو کې په پاکستان کې د بارانونو، سېلابونو او نورو ېو شمېر پېښو له وجې د دوو سوو نه زیات کسان مړه شوي او دیارلس نيم سوهپورې کورونو ته هم زیان رسېدلی و.

د خېبر پښتونخوا د افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې PDMA ویاند لطيف الرحمن وايي، هغه ضلعې چې پکې د بارانونو او سېلابونو له وجې زیانونه اټکلیږي دوی ورته زېات فنډونه ورکړي او امدادي سامانونه چې پکې خېمې، کمبلې او نور خوراکي مواد شامل دي يې هم د متعلقه ضلعو چارواکو ته ورسپارلي دي.

د ېوې پوښتنې په ځواب کې د لطيف الرحمن وینا وه چې د خېبرپښتونخوا د هغو سیمو خلک چې د سیندونو، خوړونو او نهرونو په غاړه اباد دي، د سېلابونو راتللو په صورت کې به محفوظو سیمو ته لېږدول کېږي.

یاده دې وي چې د تېر کال په جولای میاشت کې د پشکال بارانونو اوسیلابونو له کبله ۲۰۸ کسان مړه او ۱۵۷ نور ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG