د لاسرسي ځای

غني: پر پاکستان مې ځکه تنقید وکړ چې د ترهګرو ملاتړ کوي


افغان ولسمشر غني

افغان ولسمشر غني

اسدالله لودین / کابل

د افغانستان ولسمشر وایي، پاکستان ته یې د نړیوالو په حضور کې خپل نیک نیت ثابت کړی، خو له دغه هېواده هم غواړي چې له افغانستان سره له تشو ژمنو تېر او عملي همکاري وکړي.

اشرف غني په وارسا کې د ناټو له غونډې څخه په راستنېدو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال که څه هم د پاکستان نوم وانخېست خو په اشاره یې وویل چې یوه واړه هېواد ټولې اسلامي نړۍ ته ګواښ پېښ کړی او نړۍ باید د دغه ښامار له منځه وړو ته کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په سعودي عرب کې د یوه پاکستاني له خوا انتحاري حملې دا واضح کړه چې کوم هېواد د تروریزم ښامار روزلی دی.

نوموړي اسلامي نړۍ او سیمه باید نور د روان افراطیت د رېښې پيدا کولو ته هڅې

ښاغلي غني زیاته کړه:

"وروسته له دې چې په مدینه منوره کې حمله وشوه او له بده مرغه هغه کس چې حمله یې کړې، د پاکستان و، د دې اړتیا شته چې د ښامار د سر په پيدا کولو فکر وشي، باید معلومه شي چې افراطیت چېرته دی؟ ولې رامنځ ته شوی؟ ولې یې په وړاندې سیمه ییزه همکاري نه رامنځ ته کېږي، نن د یوه نوک په څېر اقلیت اسلامۍ نړۍ ته ګواښ کوي."

د جولای د اوومې په شپه د سعودي عرب کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې په مدینه او قطیف کې برید کونکي سعودي وګړي وو، خو په جده ښار کې د امریکا قونصلګرۍ ته نږدې ځانمرګی برید د عبدالله ګلزار خان په نوم یو پاکستاني وګړي کړی و.

افغان ولسمشر د وارسا په غونډه کې هم پر پاکستان انتقاد وکړ او ویې ویل چې له پاکستانه پرته د سیمې نور هېوادونه په افغانستان کې سوله او امن غواړي.

د ولسمشر پر دې خبرو پاکستاني چارواکي ناهیلي شوي وو، خو خپله ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د تروریزم د ملاتړ په خاطر یې پر پاکستان انتقاد کړی او که پاکستان په دې ترې خفه وي، ده ته ملي ویاړ دی.

د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت په دریځ کې وروسته له هغې بدلون راغلی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په هدف د څلورو اړخیزو غونډو لړۍ نتیجه ورنه کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پاکستان په تېرو دوو کلونو کې یوازې تشې ژمنې کړي، خو اوس نړیوال پر دې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عملي همکارۍ فضا رامنځ ته کړي.

ولسمشر غني: نړیوال پر دې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عملي همکارۍ فضا رامنځ ته کړي.

هغه زیاته کړه:

« وضاحت راغلی، زموږ همکارانو زموږ دریځ په ښکاره ډول درک کړی دی، د الله په فضل نړیوال هم له موږ او هم له پاکستان سره په جدي ډول کار کوي څو داسې یوه پړاو ته ورسېږو چې همکاري یواځې تر خبرو محدوده نه شي، موږ په تېرو دو کلونو کې له پاکستانه ښې خبرې اورېدلي، خو څه چې غواړو، هغه عمل، عمل، عمل دی.»

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، ښکاره اسناد په لاس لري چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد تخریبي عملیات پلانېږي او زیاته یې کړه چې د پاکستان دا ډول فعالیتونه ورځ تر بلې کرکې زیاتوي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا واضح نه کړه چې کوم هېوادونه اوس په دې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عملي همکارۍ فضا رامنځ ته کړي، خو له دې وړاندې په دې برخه کې د چین او امریکا یادونه شوې او دا دواړه هېوادونه د سولې په اړه د څلور اړخیزې پروسې څارونکي هم وو.

XS
SM
MD
LG