د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: د وارسا کنفرانس، افغانستان لپاره ګټور و


افغان ولسمشر د خبري غونډې پر مهال
افغان ولسمشر د خبري غونډې پر مهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي افغان پلاوی په وارسا کې د ناټو د غړو هېوادونو له کنفرانس څخه ډک لاس هیواد ته ستون شوی دی.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، له وارسا څخه یې ټولې هیلې ترلاسه شوې.

ښاغلي غني همدارنګه وویل نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به په اوسنیو امکاناتو تر 2020 کاله پوري تمویل او تجهیز کړي.

ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له افغانستان سره د نړیوالو مرستې د هغو اقداماتو په اساس وشوې چې حکومت یې کړي دي.

د ناټو د مشرانو ناسته د جولای په اتمه او نهمه نېټه د پولینډ په پلازمینه وارسا کې ترسره شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG