د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې باورۍ په فضا کې د سولې لټون


د افغانستان او پاکستان حکومتونه د بې باورۍ په فضا کې د یو بل سره د همکارۍ او د سولې د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.

افغان ولسمشر په وارسا کې د غونډې پر مهال
افغان ولسمشر په وارسا کې د غونډې پر مهال

افغان ولسمشر په وارسا کې وویل، پاکستان د سیمې نور هیوادونه په افغانستان کې د سولې لپاره کومک کوي خو پاکستان لا هم د ښو او بدو ترهګروترمنځ توپير پالي.

خو د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په خپل یو وروستي بیان کې وویل دوی په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره ډېرې هلې ځلې کړي ، نړۍ له دې خبره ده او اعتراف يې هم کوي.

د پاکستان سر لښکر راحیل شریف
د پاکستان سر لښکر راحیل شریف

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ په دې فضا کې به د افغانستان د سولې پروسه څنګه شي؟

د افغانستان د اجرایه ریاست یو ویاند وايي پاکستان نه یواځې د سولې په پروسه کې د افغانستان سره مرسته نه کوي بلکې، ترهګرې ډلې اکمالوي او د افغانستان امنیت خرابوي.

جاوید فیصل مشال راډیو ته وویل افغانستان له پاکستانه د سولې په لاره کې ډېرې هیلې لري، خو اسلام اباد تر اوسه پر دغو توقعاتو د پوره ختلو لپاره هېڅ هم نه دي کړي.

د اجرایه ریاست ویاند جاوید فیصل
د اجرایه ریاست ویاند جاوید فیصل

« د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري اساسي ارزښت لري. موږ په سیمه کې له خپلو متحدینو او په نړۍ کې له خپلو همکارانو څخه هم غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي او پاکستان دې ته وهڅوي چې د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.»

جاوید فیصل له پاکستانه هماغه ګیله لري لکه افغان وږلسمشر اشرف غني چې د وارسا په غونډه کې له اسلام اباده وکړه. نوموړي هلته وویل:

«که څه هم پاکستان په څلور اړخیزو غونډو کې د سولې له پروسې سره د مرستې ژمنه کړې، خو د پاکستان له خوا د په ترهګرو کې د ښو او بدو فرق چې خطرناکه دی، اوس هم ترسره کیږي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وارسا کې د افغان ولسمشر له څرګندونو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره اړینه ده چې نږدې همکاري تر سره شي پر ځای ددې چې د افغان حکومت لخوا د پاکستان خلاف د الزامونو نه ډک پيغامونه خپاره شي. پاکستاني لوری وايي افغانستان په خپله خاوره کې د خپلې هرې ناکامۍ پړه پر دوی اچوي.

د کابل لپاره د پاکستان پخوانی سفیر او د سیاسي چارو کارپوه رستم شا مومند هم وايي چې افغانستان دې پخپله خپل غم وخوري:

« افغانستان له پکار دي چې خپلې داخلي ستونزې په خپله هوارې کړي. دویمه خبره دا هم ده چې په موجوده حالاتو کې د امن لپاره پاکستان سره څه فارموله هم نشته. کېدای شي ترکي، چین او سعودي سره کومه حل لاره وي. خو د پاکستان سره څه نشته.»

رستم شا مومند وايي د پاکستان سره د افغانستان د ستونزې د هوارۍ لپاره په لاس کې څه نشته او دوی چې څه په وس کې هم وو نو هغه وروسته له هغې ختم شول چې امریکايي بې پایلټه الوتکې په بلوچستان کې ملا اختر محمد منصور په بمبارۍ کې ووژلو.

نو په داسې حال کې چې پاکستان د طالبانو په رام کولو کې مرسته نشي کولی یا یې نه کوي، نو ایا افغان حکومت نورې لارې په مخکې لري چې د وسله والو ډلو د پخلاینې لپاره یې وکاروي، د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه ودیر څاپی ددې پوښتنې په ځواب کې وايي :

« یوه لاره پاتې ده، خو هغه هم که پاکستان یې پرېږدي، خپل لاس ترېنه واخلي او هغه د قطر دفتر دی. که له هغې لارې دا ستونزه حل نشوه، نو بیا د افغانستان فورمول دا دی چې طالبان به له پامه وغورځوي او هېڅ به یې ددې وړ ونه ګڼي چې ورسره دې خبرې وکړي. چې هغوی هر څومره جنګیږي وژل کېږي به. »

په افغانستان کې د سولې عالي شورا هم له کلونو راهیسې د وسله والو ډلو د پخلاینې لپاره کار کوي.

د افغانستان د اجرایه ریاست ویاند جاوید فیصل وايي د پخلاینې دروازې د افغان حکومت لخوا هېڅ کله تړل شوې نه دي. نوموړی وايي کومې ډلې چې سوله غواړي ورسره به د پخلاینې هڅه کېږي او څوک چې د جګړې لاره غوره کوي نو افغان ځواکونه به یې پرضد جنګیږي او د ختمولو هڅه به یې کوي.

XS
SM
MD
LG