د لاسرسي ځای

مومند اېجنسي: د عملیاتو له وېرې کډې باریږي


د ارشیف انځور

د ارشیف انځور

په قبایلي سیمه مومندو اېجنسۍ کې د پوځ لخوا، د ضرب عضب درېيم په نوم د عملياتو له اعلان څخه وروسته يو شمېر ځايي خلکو خوندي سیمو ته په پټه د کډو ویستل پیل کړي دي.

بلخوا د بائيزو قامي جرګې پريکړه کړېده چې د دغو عملياتو د مخنيوي په خاطر به نن( دوشنبه) له پوځي او پوليټکل چارواکو سره ليده کاته کوي.

د مومندو ايجنسۍ يو قبايلي مشر ګل شا څاپي نن مشال راډيو ته وويل چې د مومندو ايجنسۍ د ځینو تحصیلونو خلکو د خپلو سيمو د امنيت ذمه واري پر خپله غاړه اخستې خو ځیني نورو بیا غوره ګڼلې چې په پټه له سیمې ووځي او خپلې کډې خوندي سیمو ته ولېږدوي.

ګل شا څاپی زیاتوي چې څو ورځې وړاندې حکومت دوی ته ویلي وو چې د ايف سي ار څلويښتمې مادې لاندې د خپلو سيمو د امنيت مسولیت دې پر خپله غاړه واخلي ګنې نو په سيمو کې به يې د وسله والو پرضد عمليات پيل کړل شي.

بلخوا د بائيزو مشرانو پرون د یوې جرګې پر مهال اعلان وکړ چې حکومت او پوځ به په دې خبره قانع کوي چې د دوی په سیمه کې وران کاري نشته او د عملیاتو اړتیا هم نه لیدل کېږي، نو حکومت دې د ضرب عضب ۳ عملیات د دوی په سیمه کې نه پيلوي.

دوی دا هم ويلي چې که حکومت پر چا له وسله والو سره د اړيکو درلودو ثبوتونه لري نو دوی د هغه تن د کور په ړنګولو کې له حکومت سره همکارۍ ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG