د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مېلې: ګڼ خلک د جلال اباد سراج العمارت بڼ ته ورغلي


جلال اباد - د اختر په ورځو کې د ننګرهار ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه خلکو خپل ماشومان د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ ته راوستي ول او د اختر له ميلو يې خوند مزې واخیستې.

ننګرهار د افغانستان د هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې اکثره کلیو کې یې د دولت ضد وسله وال شتون لری چې له امله يې خلک خپلې دودیزې مېلې څنګه چې ښايي هغه شان سره په ډاډه زړه نه شي نمانځلی.

له همدې امله له اکثرو ولسواليو څخه خلکو په اختر کې خپل ماشومان د جلال اباد ښار سراج العمات بڼ ته راوستی ول، چيرته چې د ماشومانو د ساعت تېرۍ لپاره ډول ډول وسایل لګېدلي ول.

یو چې له خوګياڼو والسوالۍ څخه يې خپل ماشومان د اختر د میلې په خاطر سراج العمارت بڼ ته راوستی ول، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: ((نوم مې محمد صابر مقند دی، موږ وینو چې ګڼ خلک باغ ته راغلي دي او موږ هم خپل ماشومان وریرونه او خورینه راوستي.))

یو بل هم ارمان لری چې په خپل کلي کې ورته میلې ووینې: ((زما غلام علي نوم دی، موږ د چاردهي غازي اباد نه راغلي یو، د بټي کوټ ولسوالۍ نه. سراج العمارت کې د سیل صفا ډېر ښه پر امنه ماحول دی، ماشومان مو راوستي دي، زانوګو ګانې دي، سیلونه دي، هر رنګه مېلې دي، سهولت دلته شته. خوراکونه دي، ډېر زیات خوشاله یو، الله دې زموږ ملک کې دغه شان امنيت راولی، لکه څنګه چې نن ماحول جوړ دی.))

ماشومانو خوشاله ول چې د اختر له میلو يې خوند مزې اخیستې وې.

دوه تنو يې مشال راډیو سره په خبرو کې وویل: (( نوم مې بي بي زېنب دی، پلار سره مې چکر ته راغلي یو. زانګو ګانو کې وزنګېډو، خوراکونه مو وکړل، د اختر نه مو ډېر خوند واخيست.))

((نوم مې ابوبکر دی. د اختر ورځ ده، پلار مې موږ چکر ته راوستي يوو، زانګوګانو کې وزنګېدو، په ريل کې چکر راکړو، موږ ډېر خوشاله یوو.))

په سراج العمارت بڼ کې د ماشومانو د ساعت تېریو له وسایلو علاوه، د ځوانانو لپاره د ساعت تېرۍ موقع لکه ستيج ډرامې، سرکش او تر تمبوانو لاندې د اختر په مناسبت د پښتو نوی جوړ شوي فلمونه هم نندارې ته وړاندې شوي ول.

XS
SM
MD
LG