د لاسرسي ځای

اسلام اباد - د خلکو خدمتګار او د پاکستان خیر ښېګڼې اتل عبدالستار اېدي زوی فیصل اېدي وايي، پلار یې وصیت کړی وو چې د ده د وجود غړي دې ضرورتمندو کسانو ته ورکړل شي.

ده وویل، د اېدي دا وصیت په بیا بیا د رسنیو له لارې خپور شوی وو او ((ما ته یې هم اکثر دا خبره کوله.))

د سېند انسټيټیوټ اف یورالوژي اېنډ ټرانسپلانټېشن (د پښتورګو ناروغیو او د غړو پیوندکارۍ څانګه) په وینا، د اېدي له وصیت سره سم یې د هغه سترګې دوو ناروغانو ته ورکړې.

د دې انسټيټیوټ ډاکتر ادیب الحسن رضوي د اېدي سترګو جراحي وکړه. ده مشال راډیو ته وویل، د اېدي سترګې یې هغو مستحقو کسانو ته ورکړې چې له دیده بې برخې ول.

((دواړه سترګې پرون (شنبه) ماسخوتن دوو کسانو ته ولګول شوې او هغوی اوس لیدلای شي. د عبدالستار اېدي دا ګام ډېر ارزښت لري. کاش چې موږ هم د هغه پر پل، پل کېږدو. په پاکستان کې چې څه په کار وي هغه نه کېږي او چې څه نه وي په کار، هغه کېږي. مثلاً خلکو ته په کار دي چې وصیت وکړي چې تر مړینې وروسته دې د هغوی غړي یا اعضا عطیه شي، خو دا کار نه کېږي. خو بلې خوا ته په لوی کچ او په پټه د انسان اعضا خرڅول کېږي.))

ده وویل، په پاکستان کې د هر ډول غړو یا اعضاو پیوندکاري کېدای شي.

د عبدالستار اېدي دې کار ته په کتو، د پاکستان مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف ګوندونو یوه پخواني مشر او پخواني وزیر جاوېد هاشمي هم اعلان کړی چې تر مړینې وروسته دې د ده سترګې هم چا ته ورکړل شي.

عبدالستار اېدي د پاکستان د تر ټولو لویې خیریه ادارې بنسټ ایښودونکی او مشر وو. اېدي د پاکستان تر جوړېدو وروسته کراچۍ ته کډوال (مهاجر) شوی وو او د سړک تر غاړې به یې خیر غوښت او د بېوزله خلکو مرستې به یې کولې.

عبدالستار اېدي د جمعې پر ورځ د پښتورګو ناروغۍ له کبله ومړ او د شنبې پر ورځ یې په کراچۍ کې جنازه وشوه چې ورته د پاکستان لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو په ګډون په زرګونه خلک ورغلي ول.

د هغه جنازې په اړه رپورټ لاندې لیدلای شئ.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG