د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهاریان وايي، ټول افغانان دې د خوست ښایستونه وویني


مېلمنو ته د خوست وریژې او د غوا غوړي ورکړل شول.
مېلمنو ته د خوست وریژې او د غوا غوړي ورکړل شول.

خوست - د ننګرهار ولایت یو شمېر ځوانان او اوسیدونکي چې د تفریح او د اختر میلو لپاره خوست ته تللي وايي چې د یاد ولایت له امن او طبعي ښکلا څخه ډېر متاثره شوي او له نورو افغانانو هم غواړي چې د خوست لیدلو ته ورشي.

د دوی په وینا نن سبا د خوست امن د افغانستان په کچه بیلګه ییز دی او لدې سربیره د دې سیمې طبعي اب و هوا، په ګرمیو کې بارانونه، ودانیز پرمختګ، شنې ورشوګانې، ښایسته ځنګلونه او تفریح ځایونه يې د هر لیدونکي لپاره جالب دي.

اختر مهال په خوست کې بارانونه ورېدل
اختر مهال په خوست کې بارانونه ورېدل

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالبصیر منظور چې د اختریزې میلې لپاره په لومړي ځل خوست کې دی او په لکڼو کې د کورمې نږدې یوې سرحدي سیمې ته تللی مشال راډیو ته وايي له خوست متاثره دی او زړه يې غواړي چې د دې ولایت په هره لیرې او نږدې سیمه کې وګرځي.

عبدالبصیر منظور زیاتوي:

((ننګرهار همیشه بهار دی، یو وخت د سولې کور وو، د علم او فرهنګ ټاټوبی وو، اوس حالاتو ډېر بدل کړی دی، ننګرهار د دې ځای په پرتله لږ ګرم دی او دا ځای یخ دی، نو د اب وهوا نه، هم د خلکو نه، هم د جغرافیوي موقعیت نه هم د خوست له امنیتي حالته لدې ټولو متاثره یو، د سړي زړه غواړي چې په کې پاتې شي، مختلفو سیمو ته، لیرې ولسوالیو او بیلابیلو بانډو ته يې چکر ووهي.))

ننګرهاریانو ته په خوست کې خوندوره مېلمستیا تیاره کړل شوې وه
ننګرهاریانو ته په خوست کې خوندوره مېلمستیا تیاره کړل شوې وه

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی ډاکټر محمدقاسم نیکزاد بیا د خوست د ښکلاګانو ستاینه داسې کوي:

((خوست ولایت ډېره ښکلا او رنګیني لري، د نښترو او چنارونو وطن دی، رښتیا هم ښکلا يې په ستاینې ارزي، د خوست خلک په وطن او تعلیم مین خلک دي، طبعي ښکلا لري او ډېرې ښایسته منظرې او ورشوګانې لري.))

د ننګرهار اوسیدونکی قاري هجرت الله وکیلزی وايي، د خوست د ښه امنیت له کبله دی چې دوی کورمې ته نږدې یوې سرحدي سیمې لیدلو ته ورغلي دي.

دی په خوست کې برښنا یو نیمګړتیا یادوي او له افغان حکومت خوست ته د برښنا په لېږد کې د بیړې غوښتنه کوي.

قاري هجرت الله وکیلزی وړاندې وايي:

((خوست ته د اختر د میلې لپاره د ملګرو سره راغلي یو، ښکلې اب و هوا يې ده، اوس د لکڼو په سیمه کې یو، دا د کورمې د سرحد سره نږدې ځای دی، امنیت يې ډېر برابر دی، ځکه تر دې ځای راغلي یو، خو کاشکې برښنا ورته موجوده وای، نو له دې ځای په افغان حکومت غږ کوو، کچیرې خوست ته برښنا برابره کړي نو دا به ډېر مناسب کار وي او لا به دا سیمې پرمختګ وکړي.))

مېلمانه د خوست یوه پارک ته هم ورغلل
مېلمانه د خوست یوه پارک ته هم ورغلل

حفیظ الله تاند بیا خوستوال پدې ستايي چې میلمه پال او درانه خلک لري او د میلمنو ډېر لحاظ ساتي:

((د ټول افغانستان پر خلکو غږ کوو چې خوست سیمې ته د چکر او تفریح لپاره راشي، دا سیمه او د دې خلکو دود، دستور او رسم رواج وویني، دلته ښه امنیت دی او ډېر ښه خلک يې دي، د میلمنو ښه عزت او پالنه کوي او د خلکو وضع يې له میلمنو سره ډېره ښه ده.))

د خوست د لکڼو په سیمه کې د یوې مخورې کورنۍ غړی قمرعلي لکڼوال د دوی سیمې ته د ننګرهار د میلمنو د ورتګ له کبله ډېر خوښ دی.

دی وايي کچیرې د افغانستان په خلکو کې د دې هېواد یوې او بلې سیمې ته تګ او راتګ ډېر شي، نو د خلکو او قومونو په پېژندلو او د اړیکو په ټېنګولو کې ډېر ګټور تمامیږي.

قمرعلي لکڼوال زیاتوي:

((هر قوم، هره منطقه او هر ولایت ځانته ځانګړي دودونه او رواجونه لري، لکه نن دوی ته موږ ډنډکی تیار کړی وو، دوی ورته ډېر خوشاله وو، چې نوم مو اوریدلی وو خو خوړلی مو نه وو، موږ هم دې میلمنو ته د زړه له کومې ډېر خوشال وو، په نورو افغانانو هم غږ کوو چې یو بل ته ولاړ شو او راشو، خپل کلتور او رسم رواج یو بل ته وښیوو او یو بل ته يې سره وروپېژنو.))

له ننګرهاره خوست ته ورغلي ځوانان
له ننګرهاره خوست ته ورغلي ځوانان

د یادونې وړ ده پدې وروستیو کې سیلانیان د خوست د ځاځي میدان، د تڼیو اد ممد، همدارنګه د شمل فارم باغ، میلمه کوټ او نورو سیمو ته د تفریح لپاره ورځي او په هغه ځای کې د جمعو او اخترونو په ورځو کې میلې جوړوي.

د خوست یو شمېر فرهنګیان له افغان حکومت څخه په یادو سیمو کې د منظمو تفریح ځایونو د جوړولو غوښتنه کوي او وايي چې دا کار به د بیلابیلو سیمو خلک د خوست لیدلو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG