د لاسرسي ځای

روح الله انوري (د ازادۍ راډیو خبریال)

اسعد اباد - د کونړ ولایت د چپې درې او ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، سیمې ته يې په غځېدلي سړک د نورستان او کونړ شپږ اداري واحدونه پراته دي خو تر اوسه ورته چا پام نه دی کړی.

دوی وایي له اسعداباده د ماڼوګي ولسوالۍ تر وره دېش پورې سړک نړیوالو ځواکونو په کمزوري ډول قیر کړی وو، خو هغه اوس بیا کنډ کپر شوی چې بشپړې بیارغونې ته اړتیا لري.

((زما نوم ډاکټر حفیظ الله دی: سړکونه ډېر کنډ کپر دي، یو خو په اساسي ډول نه وو رغول شوي. ډیری يي بمونو او بارانونو ویجاړ کړي دي.))

د اذان الله کامران په نوم بل اوسېدونکی وايي، ((د ماڼوګي او اسعداباد ترمنځ سړک پخوا جوړ شوی وو. کیفیت یې صحیح نه وو نو ځکه ژر خراب شو. اوس باید ورته حکومت پوره پام وکړي او یو ځل بیا یې په اساسي ډول ورغوي.))

دوی وایي، له وره دېشه د نورستان تر مرکز پارونه سړک دومره خراب دی چې د موټر تګ راتګ ورباندې زښت ګران دی.

د چپې درې او نورستان اوسېدونکي شکایت کوي چې کله په موټر کې ناروغ بار کړي نو روغتون او داکټر ته له رسیدو وړاندې یا وفات شوی وي او یاهم له بدو بتر وي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي مشال راډیو ته وویل د ټولګټو چارو وزیر ورسره ژمنه کړې چې له اسعداباد څخه دنورستان تر بریده به ورته ۶۵ کیلو میټره سړک په اساسي ډول ترمیم او ورغوي.

والي وایي تر اوسه پر سړک دلګېدونکو روپیو داندازې په اړه ورته معلومات نشته خو په نېږدې راتلونکې کې به یې د سروې کار پیل کړي.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG