د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو مشران وايي پوځي عملیات ورته د منلو وړ نه دي


د مومندو مشران وايي، که پاکستان په ساپیو کې له ممکنه پوځي عملیاتو تېر نشي نو پر ضد به یې لوی احتجاج پیلوي.

د ساپیو یوه مشر ګل شاه ساپي پر شنبه (خالي) مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې د عملیاتو مخنیوي لپاره به اول جرګه کوي. دی وايي، ورته ښکاري چې په سیمه کې د پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی روان دی.

دی وايي، ((ټول قوم به یوه متفقه فیصله کوي او بیا پر هغې له حکومت سره خبرې کوي.))

د ساپي په خبره، دوی په هېڅ صورت په سیمه کې پوځي عملیات نه مني او که حکومت یې خبره و نه منله نو ((موږ ته د احتجاج لار [خلاصه] ده.))

څو ورځې مخکې د ساپیو مشرانو مشال راډیو ته ویلي ول چې انتظامیې ورته وینا کړې چې په سیمه کې دې خپله امنیت ټینګ کړي.

د دوی په خبره، انتظامیې ورته خبرداری ورکړی وو چې که د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلل نو تر اختر وروسته به پوځ هلته عملیات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG