د لاسرسي ځای

پاکستان وايي د اشرف غني وینا نهیلې کوونکې ده


افغان ولسمشر وايي، د هېواد د سولې او ثبات لپاره نور هېوادونه مرسته کوي خو پاکستان اوس هم په ښو او بدو ترهګرو کې توپیر کوي.

د ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا خبره اشرف غني د شنبې پر ورځ په وارسا کې د ناټو سرمشریزې ته په وینا کې کړې. په خبرپاڼه کې د غني بشپړه وینا خپره شوې. بیان زیاتوي، په افغانستان جګړه تپل شوې ده نو د سیمې هېوادونه دې د هغه هېواد سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

هلته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اشرف غني پر څرګندونو ((نهیلي ښودلې)) او ویلي یې دي چې کابل د ((خپلو ناکامیو)) لپاره ((اسلام اباد ملامتوي.)) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، تل یې د افغانستان ثبات لپاره هڅې کړې دي.

XS
SM
MD
LG