د لاسرسي ځای

تازه خبر

چېک جمهوریت ۱۰۰ نور افغان پیلوټان روزي


پراګ - افغان ولسمشر اشرف غني د شنبې پر ورځ په وارسا کې د چېک جمهوریت له ولسمشر مېلوش زېمان سره ولیدل.

د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، دواړو مشرانو د دوه اړخیزه اړیکو پر پراخوالي خبرې وکړې.

زېمان غني ته تر ۲۰۲۰ز کاله د خپل هېواد بشري او پوځي مرستو د ورکولو ډاډ ورکړ.

زېمان وویل، هېواد به یې ۱۰۰ افغان پیلوټان وروزي. چېک جمهوریت وار له مخه د افغان هوايي ځواک پېلوټان روزي.

زېمان وویل، هېواد یې له افغانستان سره د هیليکاپټرو ترمیم قرارداد ته لېواله دی.

بیان وايي، اشرف غني د بندونو جوړولو په برخه کې د چېک جمهوریت تجربې ته په پام له خپل چېکي سیاله د تخنیکي همکاریو غوښتنه وکړه.

غني وویل، ((موږ د افغانستان په داخل کې د هیليکاپټرو ترمیم تاسیساتو ایجاد ته ارزښت ورکوو.)) ده زیاته کړه چې که په دې برخه کې ((کومه طرحه لري)) نو کابل ته دې وسپاري.

چېک جمهوریت له ۲۰۰۸ز کاله تر ۲۰۱۳ز هغه په افغانستان کې د ولایتي بیا رغونې ټیم (پي ار ټي) له لارې په لوګر کې د بندونو، کرنې او اوبه خور په ګډون د روغتیا، تعلیم او څارویو ساتنې په برخه کې کار کړی دی.

له دې پرته چېک جمهوریت افغان خبریالان هم روزلي او د افغان هوايي ځواک پيلوټانو روزنې بهیر ته یې هم دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG