د لاسرسي ځای

عبدالستار ایدهي چې د خیر ښېګړې او د بې وزلو خلکو د مرستو لپاره یې خپل ژوند وقف کړی وو، نه یوازې یې په پاکستان بلکې په نوره نړۍ کې هم ډېر مینه وال لرل، هغه یو غیر سیاسي کس وو، او تل به یي وییل چې د انسانانو خدمت یو غوره عبادت ګڼي.

ایدهي په خپل ژوند وییلي وو، د ده لپاره انسانیت او د انسانانو خدمت تر ټولو لوی عبادت دی. د هغه د کار او ژوند نه نه یوازې په پاکستان بلکې په نورو هیوادونو کې هم خلک متاثره وو.

هغه به ویل چې له زړه نه او بې له څه غرضه د چا خدمت کوې، نو بیا الله ستا ملګری وي

په کراچۍ کې د بشري حقونو لپاره د کارکونکې غیر سرکاري ادارې انصار برني ویلفیر ټرسټ مشر انصار برني وایي ایدهي یي د ډیر وخت راهیسې پیژندو، هغه په انسانیت میین وو او د خلکو خدمت یې عبادت ګڼو (( زما او مولانا ایدهي پخواني ملګري یو، هغه به د خیر ښېګړې کارونه کول او انصار برني ټرسټ د بشري حقونو لپاره کار کوي، هغه ما سره د سند ، بلوچستان او په نورو یو شمېر سیمو کې جیلونو ته تللی وو، مونږ یو ځای ګرځیدلي یو،په سفر کې د انسان زیاته پته لګي، ماتا یي یوه خبره یاده ده، چې وییل یې، زه چې د ولس د ښېګړې لپاره کار کوم او زما دومره دښمنان دي، نو ته خو بیا د بشري حقونو لپاره کار کوې چې ستا به څومره دښمنان وي،نو ما به ورته وییل چې الله د چا دوست وي نو د دښمنانو پرواه نه کوي، هغه به ویل چې له زړه نه او بې له څه غرضه د چا خدمت کوې، نو بیا الله ستا ملګری وي))

د باچاخان په نوم دا جایزه زما لپاره د فخر خبره ده،ځکه چې باچا خان یو خدایي خدمتګار وو

عبدالستار ایدهي د خدایي خدمتګار تحریک د مشر باچا خان باره کې ویل چې رېښتونی اتل زه نه بلکې باچا خان دی. د باچا خان ټرسټ یو غړی او د راشد شهید فاونډېشن مشر میا افتخار حسین وایي د عبدالستار ایدهي کردار به تل ژوندی وي (( ایدهي صیب ته یو ځل د باچاخان د نوم جایزه ورکړل کیده، نو هغه وویل ماته ډېر ایوارډونه او جایزې ملاو شوي دي، خو د باچاخان په نوم دا جایزه زما لپاره د فخر خبره ده،ځکه چې باچا خان یو خدایي خدمتګار وو، او د خدای د مخلوک خدمت یې د خدای د رضا لپاره کړی دې، نو زه هم د هغه نه په دې فکر متاثره یم،هغه زما مشر وو، او زه یې کشر یم. د ایدهي دا خبره نن هم په ریکارډ ده، دغه شان د خیر ښېګړې دا کارونه موږ خپل مرام او مقصد ګڼو، ایدهي صیب د دې لارې یو لوی مبارز وو، موږ د هغه ځای ته نشو رسیدې،هغه زموږ لپاره یو اتل وو او دې،هغه یو عاجز مزاجه او مسکین سړی وو، څنګ چې د باچا خان د سوچ او فکر نه متاثره یو، داسې د ایدهي صیب د فکر او کردار نه هم متاثره یو ))

په پېښور کې د خیر ښېګړې یوه کارکونکې پلوشه عباس وایي کله چې هم په پېښور او یا د پښتونخوا په کومه بله سیمه کې څه بده پېښه وشي، نو د ایدهي ایمبولینسونه او عمله تر ټولو مخکې رسیدلې وي، پلوشه وایي هغه د ځوان کول لپاره یو لار ښود وو ((همېشه موږ دا کتلي دي، که چرته سیلاب راغلی که زلزله او که بمي حمله شوې ده،تر ټولو مخکې ایدهي ایمبولینس د پېښې ځای ته رسیدلی وي، که د ارمي پبلک سکول پېښه وه،موږ ولیدل چې تر ټولو مخکې ژوبل ماشومان هم ایدهي ادارې روغتونونو ته رسولي دي، خداي خدمتګار به ورته زه ووایم، زه د عبدالستار ایدهي او باچاخان بابا نه ډېره متاثره یم، او ځکه هم غواړم چې د ټولنې په ښه راشم))

د پاکستان سره سره د هندوستان او افغانستان یو شمېر د خیر ښېګړې کارکونکیو د ټولنیزو رسنیو لا لارې وییلي دي چې دوی په څه نا څه شکل کې د عبدالستار ایدهي د کار، د هغه د ساده ژوند او د ولسي خدمت د جذبې نه متاثره دي.

XS
SM
MD
LG