د ناټو مشر ینزستولتنبرګ وايي چې ناټو به تر ۲۰۱۷م کال پوري د افغان ځواکونو روزنه جاري وساتي او تر ۲۰۲۰م کال پوري به ورسره مالي مرستي کوي.
ینزستولتنبرګ د پولينډ په پلازميني وارسا کې د ناټو سرمشريزې په دويمه ورځ خبري غونډي ته د وينا پرمهال وويل چې افغانستان به يوازې نه پريږدي، او له هيواد سره مرستو ته ژمن دي.
د ناټو مشر وويل چې په افغانستان کې ناټو غير جنګې مشن لري، چې مقصد يې د افغان ځواکونو او پوليسو روزنه، ملاتړ او ورته مشورې ورکول دي.
نوموړي وويل ، افغانستان د پرمختګ په حال کې دی، بايد دا پرمختګ دوام ولري او په ځانګړي توګه د بشري حقونو، د درغليو مخنيوي او انتخاباتي اصلاحاتو په څانګو کې يقيني کړل شي. د دي ترځنګ د روغي جوړي بهير هم په لومړيتوبونو کې وساتل شي.
ناټو او امريکا اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۱۲ زره عسکر لري.